سپینه ماڼۍ: اوکراین کې د روسیې د اټومي وسلې کارولو نښې نه دي لیدل شوي

د سپینې ماڼۍ د رسنیو مسووله، کرین جان پېر

سپینه ماڼۍ وایي، داسې نښې نښانې یې نه دي لیدلي چې مسکو په اوکراین کې اټومي وسله وکاروي.

دغه څرګندونې وروسته تر هغه کیږي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي وو، د روسیې د حاکمیت د ګواښ په صورت کې اوکراین ته دا ډول وسلې استوي.

د فرانس پریس خبري اژانس په وینا د سپینې ماڼۍ د رسنیو مسولې کرین جان پېر ( Karine Jean-Pierre ) ویلي، د اوکراین د جګړې له پيله د اټومي وسلو په اړه د روسیې بې پروا څرګندونو دوام کړی.

سپینه ماڼۍ وایي، روسیې له کومې توجیه پرته پر اوکراین یرغل کړی دی او دوی به د خپلې خاورې او خلکو د دفاع په خاطر اوکراین سره مرستو ته دوام ورکړي.