بلېنکېن: فلسطینیانو ته د مرستو رسولو د یوه دهلیز پر جوړولو کار کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن وایي، واشنګټن له یو شمېر هېوادونو سره کارکوي تر څو غزې ته د سمندر له لارې د مرستو رسولو لپاره یوه همغږي رامنځ ته شي.

ښاغلي بلېنکېن دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د قبرس، برېتانیا، متحده عربي اماراتو، قطر، اروپایي ټولې او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په یوه ویډیویي کنفرانس کې وکړې.

بلېنکېن په بهرنیو چارو وزارت کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات دغه راز د دغه کوریدور په اړه له اسراییل سره هم کار کوي.

هغه زیاته کړه چې جرمني، یونان، ایټالیا، هالنډ او کاناډا هم د دغسې یوه کوریدور ملاتړ کوي خو زیاته یې کړه چې پرانیستل یې ښایي یو څه وخت ونیسي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د پلان له مخې، د امریکا پوځ به یوبندر ایجاد کړي چې په ورځ کې به غزې ته د تر دوه ملیون وخته خوړو رسولو ظرفیت لري.

بلېنکېن دغه راز وویل چې واشنګټن د یوې داسې هوکړې لپاره هلې ځلې کوي چې له مخې به یې په غزه کې جګړه د یوې مودې لپاره درول کیږي او د حماس له لوري چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د نورو یرغملو د خلاصون لپاره لاره هواره شي.