د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان ښځو ته تر ټولو بد ځای دی

له ارشیفه د یو شمېر بېوزلو افغان ښځو تصویر

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وایي، افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو سخت ځای دی.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي، افغانستان چې پرله پسې بحرانونه تجربه کوي، دا ښځې او نجونې دي چې دروند باریې زغمي.

په هغه ویډیو کې چې په دې پاڼه کې ایښودل شوې، تر تصویرونو لاندې لیکنو کې د ځینو هغو ستونزو یادونه شوې چې ښځې ورڅخه ډېرې کړیږي.

په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې په افغانستان کې ښځې وروستۍ دي چې ډوډۍ خوري او هغه هم ډېره کمه او په روژه کې هم د دوی همدا حال دی.

نړیوال پروګرام وایي، تېرکال یې چې پر لسو میلیونو اړو افغانانو مرستې بندې کړې، د مرستو دغې زښتې کمېدا ترټولو زیات افغان ښځې چې په ټولنه کې څنګ ته شوې، ډېرې ځپلي؛ چېرې چې د دې پروګرام په وینا د دوی لپاره د عوایدو امکانات ډېرمحدود شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه په افغانستان کې پر ښځو د طبعي پېښو د ناوړه اغېزو په ترڅ کې د هرات د زلزلې یادونه کړې او ویلې یې دي چې د دې زلزلې اکثره قربانیانې ښځې وې، ځکه د زلزلې په مهال دوی په خپلو کورونو کې وې.

ویل شوي چې په هرات کې د تېر میلادي کال په اوکتوبرمیاشت کې د شوې زلزلې د قربانیانو شاوخوا اویا سلنه یې ښځې وې.