له قبرص ټاپو څخه د خوراکي مرستو یوه بېړۍ غزې ته روانه ده

د مرستو لېږدونکې بېړۍ

یوه بېړۍ چې دوه سوه ټنه خواړه پکې دي د قبرص له ټاپو څخه د غزې په خوا روانه ده.

دغې بېړۍ دا سفر پرون پيل کړ.

په غزه کې په سلګونو زره فلسطنیان په داسې وضعیت کې دي چې نور به له لوږي مړه شي.

اسراییلي پوځیانو ویلي دي چې پرون ناوخته د شمال له لورې د مرستو شپږ لارۍ غزې ته داخلې شوې.

نړیوال ټینګار کوي چې د غزې له خلکو سره باید بشري مرستې وشي.

د امریکا د متحد ایالتونو، مصر او قطر د اوربند د ټینګیدو هڅو تېره اوونۍ نتیجه ور نه کړه.