امریکا اوکراین ته د ۳۰۰ میلیون ډالرو پوځي تجهیزات ورکوي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان

د امریکا حکومت وايي چې اوکراین ته د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات ورکوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان پرون یوې خبري غونډې ته وویل، دا مرسته د پنټاګون له قراردادونو څخه له سپما شویو پیسو څخه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه چې د مرستې په دې بسته کې د توپونو مرمۍ او د هیمارس HIMARS په نوم د توپچي راکټي سیسټم مهمات شامل دي.

داسې مهال چې له اوکراین سره د ۶۱ میلیارد ډالره مرستې لایحه د امریکا په کانګرس کې بې برخلیکه پرته ده؛ دا په تېرو څو میاشتو کې اوکراین ته د بایډن د ادارې لومړۍ مرسته ده، هغه هم په داسې حال کې چې روسیې خپلو حملو ته زور ورکړی او اوکرایني ځواکونه د مهماتو له کمښت سره مخامخ دي.