ملګرو ملتونو او امریکا د هند د تابعیت د تعدیل شوي قانون په اړه اندېښنه وښوده

هندوستان کې د تابعیت د نوي قانون پر وړاندې اعتراض

ملګرو ملتونو او متحدو ایالتونو په هند کې د هغه لانجمن قانون په اړه اندېښنه ښودلې چې له مخې یې د افغانستان، پاکستان او بنګلدېش غیرمسلمان اقلیتونو ته د مذهب په اساس تابعیت ورکول کېږي.

ملګرو ملتونو دا قانون له بنسټه له تبعیضه ډک بللی دی.

د نریندرا مودي په مشرۍ بهاراتیا جاناتا هندو ملتپال ګوند له انتخاباتو څو اوونۍ مخکې د دې قانون د تطبیق لپاره هڅې پیل کړې دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د لوی کمېشنر د دفتر ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی په ۲۰۱۹ کال کې د دې قانون د تصویب پرمهال هم ویلي وو چې د دې قانون طبیعت له تبعیض څخه ډک او د بشري حقونو په برخه کې د هند له نړیوالو مکلفیتونو سره په ټکر کې دی.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند هم رویټرز ته د ایمیل په وسیله په یوه پیغام کې ویلي دي چې متحد ایالات په دقت سره د دې قانون د تطبیق څرنګوالی څاري، خو ویاند زیاتوي چې د قانون په اساس د ټولو ټولنو مذهبي ازادۍ او له ټولو سره یو شان چلند د ډیموکراسۍ له بنسټیزو اصولو څخه دي.

د هند د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د نوي قانون له مخې، هغو کسانو ته چې په پاکستان،بنګلدیش او افغانستان کې د مذهب په اساس له تبعیضي چلند سره مخ شوي؛ د هند تابعیت ورکول کېږي.