د ملګرو ملتونو په جینیوا دفتر کې د افغان ښځو په اړه نندارتون جوړ شوی

تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو په جینیوا دفتر کې د افغان ښځو د عکسونو یو نندارتون جوړ شوی.

ملګرو ملتونو سه شنبه په خپله ایکس پاڼه د دغه نندارتون یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې دا نندارتون د افغان ښځو د مبارزو او استقامت ښکارندوی دی.

په دغه بیان کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې افغان ښځې له سختدریځيو او محدودیتونو سره مخ دي.

طالبان له کله چې واک ته رسېدلي افغان نجونې یې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو منع کړي، د پوهنتون دروازې یې د نجونو پر مخ تړلي او په نادولتي موسسو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې محدودوونکو فرمانونو د ژوند په ټولو اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې ښځې محدودې کړي دي.