د سعیدوف او برادر لیدنه؛ پر سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییز اتصال خبرې شوي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د طالبانو له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو همکاریو او سیمه‌ییز اتصال خبرې کړي دي.

د برادر دفتر خبر ورکوي چې په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټ پر زیاتوالي، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د اورګاډي پټلۍ شبکې، پانګونې او د برښنا د لېږد په اړه نن د مارچ ۱۲مه په کابل کې خبرې وشوې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال په حواله ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د طالبانو د سفیر کوربه وي.

ازبکستان له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې د طالبانو له سرپرست حکومت سره اړیکې لري او د روان کال د فبرورۍ په درېیمه نېټه شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې په تاشکند کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارل شو.