ګوتیریش: طالبانو د ښځو د ځپلو لپاره تر ۵۰ فرمانونه ورکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتیریش په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه یوځل بیا اندېښنه ښودلې.

ښاغلي ګوتیریش د ښځو د حقوقي حیثیت د کمېسیون ۶۸ مې غونډې ته په وینا کې د سوډان ترڅنګ د افغانستان یادونه وکړه او ویې وویل: طالبانو له پنځوسو ډېر فرمانونو خپاره کړي دي چې د ټولو هدف د ښځو د حقونو ځپل دي.

هغه د افغان ښځو د حقونو د دفاع لپاره چې اوس مهال د ده په وینا، له خطر سره مخامخ دي د بېړنیو اقداماتو پر اهمیت ټینګار وکړ.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند ټول نړیوال اندېښمن کړي او ویل کېږي یو علت چې تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، هم همدا دی.