د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام: زرګونه افغان بزګرو سره مو مرسته کړې

له ارشیفه د یو شمېر ښځینه بزګرانو تصویر

د ملګروملتونو پراختیایي اداره، UNDP وایي په افغانستان کې یې د په زرګونو کلیوالو برګرو ښځو په ګډون لسګونو زره بزګرو سره د کرنې د ودې په برخه کې مرسته کړې ده.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن سې شنبې په خپله ایکس پاڼه کې کښلي چې کرنه د افغانستان د لیرې پرتو سیمو د اقتصاد د ملا تېر دی.

سرچینه زیاتوي، په دې هېواد کې یې د خپل فعالیت په ترڅ کې د ۲۱ زره کلیوالو بزګرو ښځو په ګډون له ۸۹ زره زیات بزګر د کرنې د اړینو توکو، د کرنې د پراختیایي خدمتونو او شتمنیو له لارې پیاوړي کړي دي.

د افغانستان په اکثرو سیمو کې د اقلیم بدلون او وروستیو کلونو وچکالۍ پر کرنې هم ناوړه اغېزه کړې، خو یو شمېر بزګر په دې هېواد کې وروستیو واورو او ورښتونو هیله من کړي چې دا کال به له خپلو ځمکو ښه حاصلات ترلاسه کړي.