د ناټو عمومي منشي روسیې سره د خبرو په اړه د پاپ فرانسس غوښتنه رد کړه

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اوکراین په اړه د نړۍ د کاتولیک عیسویانو د رهبر پاپ فرانسس هغه غوښتنه رد کړه چې "سپین بیرغ پورته کړي او له روسیې سره خبرې وکړي".

سټولټنبرګ وویل چې د شخړې د پای ته رسولو تر ټولو ښه لاره د کییف مسلح کول دي.

ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبه (مارچ ۱۱) د رویټرز خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کاتولیکانو د مشر د څرګندونو په اړه یې وویل، که دوی یو باثباته او سوله ییز حل غواړي، د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره له اوکراین سره پوځي ملاتړ دی.

۸۷ کلن پاپ فرانسیس د یکشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې اوکراین باید د خپلو اتباعو د ژوند د ژغورلو لپاره له روسیې سره د خبرو "شجاعت" ولري.

روسیې څه دپاسه دوه کاله مخکې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه یوه غیرموجه جګړه پیل کړه چې په پایله کې یې د دواړو هېوادونو لسګونه زرګونه کسان ووژل شول.