د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د ۳ فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د بښنې نړیوال سازمان

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د بشري حقونو د یوې فعالې منیژې صدیقي او د زده کړو د فعالانو احمدفهیم عظیمي او صدیق الله افغان د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

ایمنسټي انترنیشنل پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي دي چې د طالبانو حکومت دا فعالان په داسې حال کې نیولي دي چې د هغو پرضد کوم شواهد او اسناد هم نه لري.

د بښنې نړیوال سازمان په تېره جنوري کې د افغانستان د خودجوشه خوځښت د غړې منیژې صدیقي او د فبروري میاشتې په پیل کې د عظیمي او افغان د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

منیژه صدیقي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۹مه د طالبانو لخوا ونیول شوه او د عظیمي او افغان د نیول کېدو هم څه دپاسه درې میاشتې پوره کېږي.