د امریکا سفیر تاجکستان ته؛ د خبریالانو او بیان ازادۍ درناوی وکړئ

په تاجکستان کې د امریکا سفیر، مانوییل میکالر

په تاجکستان کې د امریکا سفیر مانوییل میکالر Manuel Micaller د دې هېواد له چارواکو وغوښتل چې د خبریالانو او د دوی د بیان د آزادۍ د حق درناوی وکړي.

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې د راپور له مخې، د امریکا سفیردا غوښتنه نن دوشنبې داسې مهال کړي چې د منځنۍ آسیا په دې جمهوریت کې د مطبوعاتو ورځ ده.

نوموړي ټینګار کړی چې خپلواک مطبوعات د ډیموکراسۍ د جوړولو یو مهم عنصر دی.

په وروستیو کلونو کې یوشمېر تاجک خبریالان، د حقونو فعالان او مخالف سیاستوال د هغو تورونو له امله چې د بشري حقونو ډلو تش په نوم او سیاسي انګېزې بللې، په اوږدمهاله بند محکوم شوي دي.