القاعدې ډلې په یمن کې د خپل مشر د مړینې خبر ورکړ

خالد سعید باطرفي، په یمن کې د القاعدې ډلې مشر

په یمن کې د القاعده څانګې مشر مړ شوی دی.

دې سخت دریځې ډلې پرون یکشنبې د ورځې ناوخته دغه اعلان وکړ،خو د خپل مشرد مړینې په اړه یې نورجزییات ورنه کړل.

خالد سعید باطرفي چې کلونه- کلونه یې د عربو په ټاپووزمه کې د القاعده ډلې مشري کوله، متحدو ایالتونویې پرسر ۵ ملیون ډالره انعام ټاکلی و.

د القاعده دا څانګه د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته تراوسه د یوې تر ټولو خطرناکې ډلې په توګه پېژندل کیږي.