اندونیزیا؛ د سېلاب او ځمکې ښوېیدو تلفات ۲۶ تنو ته ورسېدل

تصویر له ارشیفه

چارواکي وايي، د اندونیزیا په سوماتارا ټاپو کې د ځمکې د ښوېیدو او سېل له کبله د مړو شویو شمېر ۲۶ ته ورسېد.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې ویندوی عبدالموهاري نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۱۱ تنه لا بې درکه دي.

له بلې خوا په لوېدیځه سوماترا کې د طبیعي پېښو د مخنیوي د ادارې یوه چارواکي فجار سوکما ویلي چې په پیسیسیر سیمه کې د پېښې ۲۲ قربانیان موندل شوي او ۶ نور لا هم بې درکه دي.