د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا؛ کابل کې مو ۳ طالبان وژلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې لوګو

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، په کابل کې یې د طالبانو پر یوې پوستې د اپراتیفي عملیاتو په پایله کې ۳ طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دې جبهې تېره شپه په خپله ایکس‌‌پاڼه لیکلي، دا برید یې چریکیانو تېر ماښام د کابل د څلورمې ناحیې اړوند د تهیه مسکن څلور لارې ته نږدې کړی.

د ازادۍ جبهې زیاته کړې، په دې عملیاتو کې یې هغه پوسته هدف ګرځولې چې د دې جبهې له قوله، تېره اوونۍ یې یو شمېر هېوادوال پخوانیو امنیتي ځواکونو کې د غړیتوب په تور صحرايي محاکمه او یو تن یې د سترګې له ناحیې معلول کړی و.

تر اوسه د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.