روسي ځواکونه: اوکراین په لوېدیځو او جنوبي برخو بریدونه کړي

د اوکراین بې پیلوټه الوتکه چې یو سرتېری یې د چېک پر مهال لیدل کېږي.

روسي ځواکونه وایي چې اوکراین تېره شپه د لسګونو ډرون الوتکو په مرسته د روسیې په لوېدیځو او جنوبي برخو بریدونه کړي، خو د دې بریدونو ځاني او مالي تلفات ډېر لږ دي.

د روسیې دفاع وزارت نن ادعا وکړه چې د روستوف، کورسک، بیلګورود او ولګوګراد پر فضا یې د اووه څلوېښت ډرون الوتکو مخه نیولې یا یې نسکورې کړې دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د بېړنیو چارو یو کارګر غالباً د دې بې پیلوټه الوتکو د ټوټو د راغورځېدو له امله برسېرن ټپي شوی دی.

د راپور له مخې د ډرون یو برید په تاګان روګ کې شوی دی، هلته د (اې-پنځوس) څارونکو الوتکو مرکز دی.

اوکراین د دې بریدونو په اړه څه نه دې ویلي، خو دا خبره یې کړې چې په لسګونو روسي بې پيلوټه الوتکې یې نسکورې کړي دي.

د دې بریدونو په تړاو په اوکراین کې د ځاني تلفاتو خبر نه دی ورکړل شوی.