په افغانستان کې له نړیوالې ټولنې د بشري حقونو د خوندیتوب غوښتنه شوې

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ملاتړو بنسټونو په یوه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره بېړنی اقدام وکړي.

دوی په ګډ لیک کې چې تېره شپه یې ناوخته د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی لیکلي، په ۲۰۲۱ کال کې د واک له بیا تر لاسه کولو وروسته؛ طالبانو د نجونو او ښځو په حقونو د ظالمانه بریدونو په پایله کې یو جدي بحران رامنځته کړی چې د وضعیت د لا خرابېدو نښه او د جنسیتي اپارټایډ په توګه تشریح کېدای شي.

د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو څار سازمان، فریډم هاوس او ځینو نورو په دې لیک کې په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب په ګډون، د فعالانو د ځورونې مخه ونیسي او په طالبانو د زیات فشار راوستو له لارې افغان مېرمنې په ټولو خبرو اترو کې شاملې کړي.