د هند بهرنیو چارو وزارت: یوه پلاوي مو له طالبانو سره پر بېلابېلو برخو خبرې کړي

د هند بیرغ

د هند د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې یوه پلاوي یې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر بېلابېلو برخو خبرې کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جی پي سېنګ د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي او ټرانزيټي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال پرون وویل چې د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کې د بهرنیو چارو وزیر سلاکار جی پي سېنګ له متقي سره د افغان سوداګرو له‌خوا د چاه بهار بندر د کارولو په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو خبرې وکړې.

هند د ایران په چاه بهار بندر کې خورا ډېره پانګونه کړې او نوې ډیلي هیله لري چې د دې بندر له لارې به په وچه پورې محصور افغانستان او منځنۍ آسیا او وروسته اروپا ته خپل صادارت ولېږدوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل، هندي پلاوي چې یوه مېرمن هم په‌کې وه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما له چارواکو، له پخواني ولسمشر حامد کرزي او افغان سوداګرو سره هم وکتل.