دیرلین: د غزې او قبرس ترمنځ سمندري دهلیز ښايي نن سبا کې فعالیت پیل کړي

د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فان دیرلین

د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فان دیرلین وايي چې د غزې او قبرس ترمنځ سمندري دهلیز ښايي نن سبا کې فعالیت پیل کړي.

د دې لارې پرانیستل د لوېدیځو هېوادونو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په جګړه ځپلې غزې کې روان بشري کړکېچ پای ته ورسوي.

مېرمن فان دیرلین دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې ولسمشر جوبایډن د امریکا د پوځ هغه پلان اعلان کړ چې د مدیترانې سمندرګي اړخ ته د غزې د تړانګې پر سواحلو د کښتیو یوه اډه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د غزې په تړانګه کې چې ۲،۳ میلیون خلک په‌کې اوسي، د قحطۍ په اړه خبرداری ورکړی.

په همدې حال کې ویل کېږي چې په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره په قاره کې په روانو خبرو کې هېڅ راز پرمختګ نه دی شوی.