ریچارډ بینېټ: طالبان دې د بشري حقونو مدافعانې له بنده خوشې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ نن د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو مدافع ښځې دې له بنده راخوشې کړي.

هغه دا خبره په هغه بیان کې کړې چې ملګرو ملتونو پر خپلې ویبپاڼې خپور کړی دی.

بینېټ وړاندې ویلي: "د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت زه د افغانستان د ښځو او نجونو هغوي چې په بېسارې ډول له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي تر څنګ ولاړ یم."

په بیان کې بینېټ د افغانو ښځو د مېړانې ستاینه هم کړې چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

هغه له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو بشري حقونو له ډلې يې زده کړې، کار، سفر، د بیان ازادي او کلتوري حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي په دې بیان کې له طالبانو غوښتنه کړې چې سمدستي او پرته له کوم قید او شرطه دې ټول هغه کسان له زندانه راخوشې کړي چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع په خاطر په خپل سر نیول شوي دي.

نرګس سادات، پریسا مبارز، ملالۍ هاشمي، فاطمه محمدي، ژولیا پارسي، پریسا ازاده، منيژه صدیقي او بهاره کریمي هغه معترضې ښځې دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو د بندیزونو په غبرګون د غږ پورته کولو له امله نيول شوي دي.

له دې ډلې منيژه صدیقي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په نهمه د طالبانو له خوا نیول شوې، لا هم په زندان کې ده.