افغان سوداګرو له هندي چارواکو د ویزو په برخه کې د اسانتیا غوښتنه کړې

د هند بیرغ

افغان سوداګرو د هند له ځانګړي استازي سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې سوداګرو ته دې د هند د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن د مارچ اتمه پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي، په بهرنیو چارو وزارت کې په دې کتنه کې د هند له ځانګړي استازي جی پي سېنګ او افغان سوداګرو ترمنځ د هند او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي او افغان سوداګرو ته د هند د ویزو په برخه کې د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې شوي دي.

باختر خبري اژانس لیکلي، د هند ځانګړي استازي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې ویلي، هند لېواله دی چې له افغانستان سره د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

افغان سوداګر له هندي چارواکو د ویزو په برخه کې د اسانتیا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هند، افغان سوداګرو او محصلانو ته په اسانه ویزې نه ورکوي.