په مسکو کې د امریکا سفارت په دې هېواد کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی

په مسکو کې د امریکا سفارت

په مسکو کې د امریکا سفارت په یوې خبرتیا کې په روسیه کې مېشتو امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې په راتلونو ۴۸ ساعتونو کې دې په لویو غونډو کې ګډون نه کوي.

د امریکا سفارت دا خبرتیا پرون د مارچ اتمه پر خپلې ویبپاڼې خپره کړې او په کې ویل شوي چې په راتلونکو دوو ورځو کې په مسکو کې پر لویو غونډو د احتمالي بریدونو د ګواښ په اړه په دې امریکایان په دې غونډو کې ګډون نه کوي.

په خبرتیا کې وړاندې راغلي: "سفارت داسې راپورونه ترلاسه کړې چې ترهګر پلان لري چې په مسکو کې لوې غونډې چې کنسرتونه هم په کې شامل دي په نښه کړي."

په خبرتیا کې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په مسکو کې د امریکا د سفارت دا خبرتیا د بریتانیا سفارت پر ویبپاڼه هم خپره شوې ده.