د اوکراین ولسمشر ترکیې ته ځي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي به نن د مارچ ۸مه ترکیې ته سفر وکړي او له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره به وګوري.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر پرون د مارچ ۷مه اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو مشران به د اوکراین د غنمو دهلیز د موافقې د دوام او په سیمه کې د تلپاتې سولې د تامین په اړه خبرې وکړي.

ترکیه یو له هغو هېوادونو څخه ده چې د تورې بحیرې له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو په تړون کې منځګړیتوب کړی دی.