د ښځو نړیواله ورځ؛ ځینې افغان مېرمنې نړیوالې ټولنې ته: د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژنئ

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴م کال کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په دې شعار ټینګار کړی چې "پر ښځو پانګونه پرمختګ چټکوي."

همداراز په ټولنه کې د ښځو د مشارکت/ګډون مسئلې باندې هم ټینګار شوی دی.

په افغانستان کې بیا دا ورځ داسې وخت راغلې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له زده کړو او لوړو تحصیلاتو منع کړي.

همداراز په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی دی.

یو شمېر افغان ښځینه فعالانو په خواله رسنیو کې د دې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي او حکومت یې هیڅکله په رسمیت ونه پېژني.

ځینې افغان مېرمنې لکه منیژه صدیقي د راپورونو له مخې لا هم بندیانې دي.