فوزیه وحدت: په افغانستان کې د ښځینه فعالانو زنداني کېدل د هغوی لاریونونه پیکه کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د مقتدرو ښځو د غورځنګ غړې او د ښځینه حقونو فعاله فوزیه وحدت وايي، د طالبانو د سختدریځه چلند او د مېرمنو د زنداني کېدو له کبله د معترضو مېرمنو لاریونونه پیکه شوي دي. هغه چې له افغانستانه د وتلو مخکې د طالبانو پر ضد د لاریونونو یوه غړه وه، ویلي، د معترضو ښځو فعالیت دوام لري او غږ به یې خاموشه نه شي.