اندونیزیا له افغانستان سره د پولیو ضد ۱۰ میلیون ډوزه واکسین مرسته وکړه

د اندونیزیا بیرغ

اندونیزیا له افغانستان سره د پولیو ضد ۱۰ میلیون ډوزه واکسین مرسته وکړه.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا مرسته پرون پنجشنبې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رینتو مرسودي او د مالیې وزیر سري ملیاني اندراواتي له لوري افغانستان ته ولېږل شوه.

اغلې مرسودي په یوه جلا پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا ښه شوی نه دی او د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام معلومات ښيي چې ۲۳ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې همداراز ویلي چې د کافي روغتیايي امکاناتو نشتوالي افغانان د راز راز ساري ناروغیو له خطر سره مخامخ کړي دي.