د پاکستان پورونه په سلو کې ۶ ډېر شوي

پاکستانۍ پیسې

د پاکستان مرکزي بانک وايي چې په تېرو ۷ میاشتو کې د دغه هېواد پورونه په سلو کې ۶ ډېر شوي دي.

پاکستاني رسنیو پرون پنجشنبې د خپل هېواد د مرکزي بانک پر اساس راپور ورکړ چې د ۲۰۲۳ له جولای څخه د سږ کال تر جنورۍ پورې د پاکستان پورونه ۴۰۰۰ میلیارد روپۍ زیات شوي او اوس ټول پورونه ۶۴۸۴۲ میلیارد روپیو ته رسېدلي دي.

د پاکستان مرکزي بانک همداراز وايي چې په تېرو ۷ میاشتو کې د پاکستان داخلي پورونه له ۳۸ تریلیون روپیو ۴۲ تریلیون روپیو ته زیات شوي، خو بهرني پورونه له ۲۲ تریلیون روپیو ۲۲ اعشاریه ۲۱ تریلیون روپیو ته ډېر شوي دي.

د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف د اعتماد رایې له ترلاسه کولو وروسته خپلې اقتصاديۍ کمېټې ته وویل چې د پیسو له نړیوال بانک سره د نور پور په اړه خبرې بیل کړي.