طالب او هندي چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د هند د حکومت د ځانګړې استازي جي پي سېنګ د کتنې خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او هند پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د هغه په خبره، متقي د هند د بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې د خپل متوازن بهرني سیاست له مخې غواړي چې د سیمې د یوه مهم هېواد په توګه له هند سره سیاسي او اقتصادي اړیکي پیاوړې کړي.

د بلخي په وینا، په دې کتنه کې هند له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو له پراخېدو سره لېوالتیا ښودلې او ویلي چې د ایران د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته به وده ورکړي.

هند له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي په بشري برخه کې یې له دې هېواد سره د لسګونو زره ټنه غنمو په ګډون یو لړ مرستې کړې او د طالبانو له حکومت سره یې اړیکې ټینګې کړي، خو لکه د سیمې د نورو هېوادونو په څېر یې تراوسه د هغوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.