د ښځو نړیواله ورځ؛ یو شمېر مېرمنې: طالبانو له اساسي حقونو بې برخې کړې یوو

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز ولګاوه.

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې په افغانستان کې ښځې د پرله پسې درېیم کال لپاره هم له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

يو شمېر دوی وايي، د دوی په وړاندې د طالبانو د حکومت سختو بنديزونو یې ژوند له خنډونو او ستونزو سره مخ کړی.

په باميان ولايت کې له زده کړو بې برخې شوې یوه زده کوونکې زيبا وايي، په تېرو دوه نيمو کلونو کې نه ده توانېدلې چې د خپل راتلونکي لپاره کوم هدف وټاکي.

نوموړې زیاته کړه، دا چې د جنسیت له امله له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې غمجنه ده.

هغه زیاتوي: "موږ د ښځو د ورځې په اړه هېڅ احساس نه لرو، په دې دوه نیمو کلونو کې موږ له زده کړو بې برخې وو، زموږ وخت ضایع شو، موږ د خپل ژوند او راتلونکي لپاره د کوم ځانګړي هدف په ټاکلو بریالي نه شو."

په ننګرهار کې له زده کړو بې برخې شوې یو زده کوونکې پروين بیا وايي، چې پوهنتون ته د تګ په منع کولو سره يې د کلونو کلونو خوارۍ له خاورو سره خاورې شوې دي.

نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که څه هم دا مهال د ښځو د ورځې نمانځل د هغې لپاره کومه معنا نه لري، خو هیله لري بیا هغه ورځ راشي چې د افغان نجونو او ښځو حقونه خوندي وي.

ارشیف: په ننګرهار کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې.

هغه وايي: "کله چې پوه شئ خوبونه دې نه پوره کېږي او موخو ته د رسېدلو پر وړاندې دې خنډونه شته د ښځو د ورځې نمانځل هیڅ مانا نه لري، موږ د داسې ورځې په تمه یو چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او مېرمنو پر مخ پرانېستل شي او د کار کولو اجازه ورکړل شي."

شمسيه چې د خپلې کورنۍ یوازينۍ ډوډۍ ګټونکې ده او د طالبانو تر بیا واکمنۍ مخکې يې په کابل کې په يوې دولتي اداره کې کار کاوه، وايي چې له تېرو دوو کلونو چې وزګاره ده له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ او پوروړې شوې ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "په دې دوو کلونو کې مې ډېرې هڅې وکړې چې له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته وکړم، اوس خامک کوم، کومې پیسې چې ګټم ډېرې کمې دي، نو ځکه هره میاشت اړه شم چې له دوستانو پور واخلم، نو ډیره پوروړې شوې یم."

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، خو افغان ښځې، د بشري حقونو نړیوال سازمانونه او یوشمېر هېوادونه دا ادعاوې نه مني.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې په افغانستان کې بیا واک تر لاسه کړ، دوی له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې ښوونځیو ته له تلو منع کړې او بیا یې د دوی پر وړاندې پوهنتونونه هم وتړل.

طالبانو هم په ډېرو دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.

د ښځو د سینګارتونونو تړل، تفریحي پارکونو، ورزشي لوبغالو او ښځینه حمامونو ته د دوی پر تګ بندیز او له محرم پرته لرې واټن سفر کول د ښځو پر وړاندې د طالبانو له سختو اقداماتو ګڼل کیږي.

همدارنګه د طالبانو حکومت د روان کال له پیله د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هغو ښځو او نجونو د نیولو لړۍ پیل کړې چې د دوی د چارواکو په وینا اسلامي حجاب یې نه دی مرعات کړی.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د حجاب نه مراعاتولو له امله د يادو مېرمنې نيول کېدل تاييد کړي، خو ویلي، چې له څو ساعتونو وروسته د هغوى د کورنيو له خوا تر ضمانت وروسته بېرته خوشې شوې دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک د مارچ په دویمه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي او د ده په وینا د تقربباً د ژوند له ټولو برخو ایستل شوې دي.

ترک ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع باید د ټولو هغو کسانو لپاره لومړیتوب ولري چې د افغانستان لپاره کار کوي.

د ښځو د حقونو فعاله نظیفه حقپال وايي، افغان ښځې باید خپل هوډ له لاسه ورنه کړي او د ښځو په نړیواله ورځ د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د خپلې مبارزې د دوام ژمنه وکړې .

د نوموړې په خبره نړۍ هم هڅه کوي چې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره یوه لاره ومومي.

هغه وايي: "افغان ښځې باید هیلې له لاسه ورنه کړي، خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، په ورته وخت کې د نړۍ په هر ګوت کې د ښځو د حقونو فعالان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه اندېښمن دي او د دوی د حقونو د خوندیتوب لپاره د لارې لټولو په هڅه کې دي."

خو د بشري حقونو فعاله سارا سیرت وايي، په افغانستان کې ښځې له نړیوالې ټولنې تمه لري، داسې پروګرامونه پلي کړي چې د دوی د ژوند په شرایطو کې مثبت بدلون راولي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "موږ د نړۍ له ښځو او له هغو کسانو څخه چې د خپلو هېوادونو په پرېکړو کې رول لري او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له سازمان څخه هیله لرو چې په یو واحد پیغام سره، داسې پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي چې په افغانستان کې د ښځو په ژوند مثبت اغېز ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینېټ د فبرورۍ په ۲۹مه په خپل نوي راپور کې په افغانستان کې د نجونو د ځان وژنې د پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینېټ

هغه ویلي، په افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو او نجونو سره تبعیض، مجرومیت او د دوی ځپل بنسټیز شوی، داسې وضعیت چې د ده په ټکو د جنسیت له مخې ځورول د بشریت ضد جرم ګڼل کېږي.

خو د طالبانو حکومت د بینېټ راپور د خپل حکومت پر ضد یوه تبلیغاتي هڅه بللې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونود مدافعانو سازمان د مارچ په درېیمه د طالبانو له خوا له ټولنې څخه د ښځو ایستل د بشري حقونو له کنوانسیونونو څخه په سیستماتیک ډول سرغړونه وبلله او د نړیوالو محکمو له خوا یې د څېړلو غوښتنه وکړه.

که څه هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه تل د نړۍ د هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا غندل شوي، خو د طالبانو حکومت ورته پام نه دی کړې او په ټینګار سره یې ویلي، چې د ښځو مسله د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د مارچ اتمه په ۱۹۷۷ کال کې تصویب کړه چې موخه یې جنسیتي برابري، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل او د دوی د حقونو خوندي کولو په څیر مسلو باندې د نړۍ تمرکز کول دي.