د طالبانو حکومت: د دفاع وزیر او لوی درستیز مو د قطر امیر سره لیدلي

د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو حکومت وايي د دوی د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره لیدلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپله ایکس پاڼه د دې لیدنې په اړه یو بیان خپور کړی.

د بیان په اساس په دې لیدنه کې د اړیکو په پیاوړتیا او په مختلفو برخو کې د پرمختګ په اړه بحث وشو.

د قطر دولتي اژانس لا د دې لیدنې په اړه څه نه دي خپاره کړي.

مولوي یعقوب په ۲۰۲۲ کال کې هم قطر ته تللی و او هلته یې له شېخ تمیم سره لیدلي وو چې په خبره یې په هغه لیدنه کې یې د طالبانو د پوځ د تنخواوو، یونیفورم او د سرحدي امکاناتو د برابرولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د طالبانو دفاع وزیر او لوی درستیز دا څو ورځې په قطر کې دي او هلته یې په څو لیدنو سربېره د دوحې د دفاعي صنایعو په نړیوال نندارتون کې هم ګډون کړی.