پروان کې ترافیکي پېښې؛ یوه ښځه مړه او ۴ تنه ټپیان دي

د افغانستان په نقشه کې پروان ولایت

په پروان کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې یوه ښځه مړه او څلور نور کسان ټپیان دي.

په پروان کې د طالبانو امنیه قومنداني خبر ورکړی چې په چاریکارو ښار کې یوه ۴۰کلنه ښځه له سړکه د تېرېدو پر مهال موټر وهلې او ځای پر ځای یې ساه ورکړې.

د خبرپاڼې له مخې، بله پېښه په سیدخېلو ولسوالي کې شوې.

یو کرولا موټر له یوه پلچک او دیوال سره لګېدلی او څلور سورلۍ یې ټپیان شوي.

طالبانو ویلي ټپیان روغتون ته وړل شوي او دواړه ټرافیکي پېښې تر پلټنې لاندې دي.