د ملګرو ملتونو تازه راپور؛ طالبانو دیني مدرسې زیاتې کړي

تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور ښيي چې طالبانو په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر د پام وړ زیات کړی.

د راپور له مخې، په افغانستان کې دمګړۍ تر ۷۰۰۰ ډېرې مدرسې ثبتې دي چې ډېری یې د هلکانو لپاره دي.

له دې ډلې یواځې ۳۸۰ مدرسې د نجونو لپاره دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۴مې نیټې پورې له دغو ښوونیزو موسسو څخه څه باندې ۲۴۶۴ تنه فارغ شوي چې یواځې ۱۲۸ ښځې پکې شاملې دي.

طالبانو بیا برعکس د نجونو پر مخ د متوسطې ښوونځیو، لیسو او پوهنتونو د بیا پرانیستلو په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.