منیر اکرم: د طالبانو حکومت دې له 'ټي‌ټي‌پي' سره اړیکې ختمې کړي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم امنیت شورا ته ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت وغواړي څو له ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان او تړلیو ګروپونو سره یې اړیکې ختمې کړي.

امنیت شورا چهارشنبه ماښام د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې وه.

اکرم په دې غونډه کې ادعا کړې چې ټي ټي پي داسې پرمختللې وسلې او تجهیزات ترلاسه کړي چې د ده په خبره، د خپلو شاخوا ۵۰ زره جنګیاليو، تړلیو ګروپونو او د هغوی د بریدونو لپاره اسانچاري وکړي.

هغه غوښتنه کړې چې د ټي ټي پي د دغو تجهیزاتو او همداراز له پولې دېخوا پر پاکستان د بریدونو په اړه څېړنې وکړي.

د منیر اکرم دغو څرګندونو او ادعاوو په اړه لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت څه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د ټي ټي پي یا نورو ډلو د تمویل او تجهیز تورونه رد کړي وو.

تر دې مخکې امریکايي مقاماتو اندېښنې ښودلي چې په افغانستان کې د امریکا له وتلو وروسته څه باندې اوه میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او پرمختللي پوځي تجهیزات پاتې دي.

په ځینو راپورونو کې راغلي وو چې دا وسلې د ټي ټي پي او ځینو نورو ګروپونو لاس ته هم رسېږي.