ملګري ملتونه: تېرکال څه باندې ۸ نیم زره د کډوالۍ پر ناقانونه لارو مړه شوي چې یوه لویه برخه یې افغانان دي

په ناقانونه لارو د کډوالۍ یوه څنډه

ملګري ملتونه وایي، تېر۲۰۲۳ کال په ټوله نړۍ کې لږترلږه ۸۵۶۵ کسان د کډوالۍ په غیرقانوني لارو کې مړه شوي چې یوه لویه برخه یې افغانان دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان IOM پرون چهارشنبې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا د ۲۰۲۲ کال شمېرو په پرتله شل سلنه زیاتوالی ښیي.

په بیان کې د مړو شویو افغانانو دقیق شمېر نه دی ښودل شوی، خو افغانان او سوریایان اروپا ته د تلو په نیت د مهاجرت د لارو سترقربانیان بلل شوي.

په افغانستان د سیاسي بدلونونو وروسته د دې هېواد اقتصادي او بشري وضعیت له دې هېواده د افغانانو؛ په تېره د ځوانانو د وتلو یوعمده لامل بلل کیږي چې ډېری یې اروپاته د تلو په نیت ډېرو خطرناکو لارو ته مخه کوي.

اروپا ته تر ټولو خطرناکه لاره د مدیتراني سمندرګی ښودل شوی او ویل شوي چې پردې لاره تېرکال د ۳ زره ۱۲۹ کسانو مړینې او تري تم کیدل ثبت شوي دي.

IOM همدارنګه ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې یې د مهاجرت په لارو کې د ۵۱۲ مړینې ثبت کړي دي.