اوتونبایوا: تېرو ۲ نیمو کلونو کې افغانستان ته نژدې ۸ میلیارده ډالره بشري مرستې چمتو شوې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې بسپنه ورکوونکو افغانستان ته نژدې اته ملیارډ ډالره مرستې چمتو کړې دي.

مېرمن اوتونبایوا پرون ناوخته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې د دغې بسپنې پرمټ په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ ملیون اړ کسان له بشري مرستو برخمن شوي دي.

نوموړې زیاته کړه:

" بسپنه ورکوونکو په افغانستان کې د بشري اړتیاوو اوبشري اساسي خدمتونو لپاره نژدې اته ملیارډ ډالره چمتو کړي چې پراساس یې ۳۲ ملیونه افغانانو ته حیاتي مرستې ډاډمنې شوي ترڅو دوی کافي خواړه او اوبه، مناسبه سرپناه او د عوایدو امکانات ولري. "

مېرمن اوتونبایوا یوځل بیا له نړیوالو وغوښتل چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د دې هېواد خلک یوازې پرې نه ږدي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، د افغانستان د شاوخوا ۴۲ ملیونه نفوس یو پر درېیمه برخه یې د خوراکي موادو له جدي کمښت سره مخ دي او نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي.