اميري د اقتصادي بې ثباتۍ او د جګړې مخنیوي لپاره د افغان ښځو ونډه اړینه وبلله

عکس له ارشيف څخه

د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، په افغانستان کې د اقتصادي بې ثباتۍ، افراطیت او د جګړې د دوام د مخنیوي لپاره بشري حقونه او په ټولنه کې د ښځو بشپړ ګډون اړین دی.

رینا امیري د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دوی باید په افغانستان کې بشري حقونه پیاوړي کړي.

هغې زیاته کړې، په ټولنه کې د ښځو هر اړخیزه ونډه له پامه نه شي غورځول کېدای او یا هم دوی له لومړیتوبونو څخه نه شي ايستل کېدای.

رينا اميري

نوموړې دا هم ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، بشري وضعیت او بشري حقونه په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو لپاره خورا ویجاړونکي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر ښځې او نجونې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ژوند کوي وايي چې په دې هېواد کې د ښځو د ژوند شرایط ورځ تر بلې سختېږي او څوک نشته چې د دوی غږ واوري.

يوه له دغو چې د نوم له اخيستو يې ډډه وکړه، ازادي راډيو ته وويل: "په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د ژوند شرایط ورځ تر بلې سختېږي، له محدوديتونو سره مخ دي او نن ان په بازارونو، سيمو او پوهنتونونو کې د تګ راتګ اجازه نه لري او په بېلابېلو پلمو نيول کېږي. اوس ډېری کورنۍ خپلو لوڼو ته د دباندې تلو اجازه نه ورکوي او ټولې په کور کې ناستې دي او دا د افغانستان نجونو په روان ډېر تاثیر کړی دی."

یوې بلې ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې ښځې امنیت نه لري او له همدې امله څوک نه شي کولی چې خپل غږ پورته کړي.

هغې وويل: "اوسمهال اعتراضي پروګرامونه نه شته، عدالت غوښتې پیکه شوي دي، ځکه هر څوک د خپل امنيت په اړه وېره لري او له امنيت اړخه ټول تر جدي ګواښ لاندې دي او نړيوال بنسټونه، ملګري ملتونه او د بخښنې نړيوال سازمان هم چوپه خوله پاتې دي او د دوی په فکر کې نه دي چې په کوم حالت کې دي؟"

نوموړې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره د بشري حقونو د سازمانونو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان شاوخوا یوه میاشت وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبانو په افغانستان کې په تېرو دوه نیمو کلونو کې او د واک له تر لاسه کولو وروسته په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو جدي بحران رامنځته کړی دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت کړنې ظالمانه بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې جنسیتي توپیر یا جنسیتي اپارټایډ د بشریت ضد جرم په توګه وپېژني.

په همدې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ تېره اوونۍ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي وو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو د دوه نيمو کلونو په تېرېدو سره په دې هیواد کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

خو د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

سره له دې ریچارډ بینېټ په خپل راپور کې ویلي چې طالبان د افغانانو د بشري حقونو په ساتنه کې پاتې راغلي او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو له اساسي حقونو ته د دوی بې احترامي په نړۍ کې بې سارې ده.