ملګري ملتونه: د طالبانو حکومت له زياتېدونکو خپلمنځيو مخالفتونو سره مخ دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټېرېش

ملګري ملتونه وایي، د طالبانو حکومت په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخه کې له مدیریت سره سره په ظاهره له زیاتېدونکو خپلمنځیو مخالفتونو سره مخامخ دی.

دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټېرېش په هغه راپور کې شوې چې نن چهارشنبه خپور شوی او د افغانستان د تېرو درېیو میاشتو (د ډسمبر، جنوري او فبرورۍ) وضعیت په کې ارزول شوی دی.

راپور کې راغلي چې خپلمنځي مخالفتونه د حکومتولۍ په کلیدي برخو له هغې ډلې د نشه یي توکو د کرکېلې پر مخنیوي دی.

که څه هم په راپور کې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافاتو نورې بیلګې نه دي یادې شوي، خو تر دې وړاندې د دوی د کابینې لوړپوړو غړو لکه سراج الدین حقاني او شیر محمد عباس ستانکزي د خپل حکومت پر ځینو تګلارو توندې نیوکې کړي.

ملګري ملتونه وایي چې د تېرو درېیو میاشتو پر مهال د ښځو حقونه په بېلابېلو برخو کې نور هم ځپل شوي او د طالبانو د حکومت په ټولشمولۍ او د تصمیم نیونې په پروسو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

راپور کې راغلي چې د تېرو درېیو میاشتو پر مهال په کم شمېر کې د داعش بریدونو دوام کړی او دغه راز ویل شوي چې د افغانستان نژدې نیمایي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د طالبانو حکومت تراوسه د ملګرو ملتونو پر تازه خپاره شوي راپور تبصره نه ده کړې.