غزني کې ترافیکي پېښه؛ ۸ تنه مړه شوي

د افغانستان په نقشه کې غزني ولایت

په غزني کې په یوه ترافیکي پېښه کې اته تنه مړه شوي دي.

په غزني کې د طالبانو سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي دي چې پېښه بېګا ناوخته د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې شوې ده.

امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي، پېښه هغه مهال وشوه چې یو ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي بس د کابل کندهار پر لویه لاره له یوه باروړنکی مازدا سره ټکر وکړ.

په بیان کې راغلي دي چې په پېښه کې ۳۰ کسان هم ټپیان شوي چې د ځینو یې حالت نازک بلل شوی.

ویل شوي چې دواړه موټر له غزني څخه د کابل پر لور د حرکت په حال کې وو.

د طالبانو د حکومت د ترافیکو عمومي ریاست نژدې دوه اونۍ مخکې وویل چې په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمه کې په ترافیکي پېښو کې ۱۶۰۰ کسان مړه شوي او تر ۴ زرو زیات نور ټپیان دي.