د فرانسې ولسمشر اروپایي هېوادونو ته؛ د اوکراین په ملاتړ کې زړور اوسئ

د فرانسې ولسمشر، ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر وايي، اوس د اوکراین د متحدینو لپاره د ګام پورته کولو وخت دی او دا د بزدلۍ وخت نه دی.

ایمانویل مکرون د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۵) د چک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل:

"موږ خامخا په اروپا کې یوې شیبې ته نږدې یو چیرې چې دا مناسبه ده چې ډارن و نه اوسو. موږ هیڅکله نه غواړو چې تراژیدي راشي او زه باور لرم چې فرانسه او د چک جمهوریت په دې پوهیږي چې په اروپا کې څه پیښیږي. جګړه زموږ خاورې ته راستنه شوې ده."

ښاغلي مکرون ټینګار وکړ چې په داسې شرایطو کې باید په زړورتیا عمل وشي.

پر اوکراین د روسیې له غیر موجه یرغل وروسته چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل شو، فرانسه او د چک جمهوریت د اوکراین نږدې متحدین ګڼل کېږي.