د ملګرو ملتونو جنوا دفتر کې د افغانستان استازي او سفیر نصیراحمد اندیشه ویلي د اعدام او انس حقاني په اړه د هغه له خبرو ناسم تعبیر شوی.
ښاغلي اندیشه پرون په ایکس پاڼه لیکلي چې له حقوقي او ارزشي پلوه د اعدام سزا په اړه د ده څرګندونې هېڅکله د بشري جنایتونو او د انتحاري بریدګرو شبکو په اړه د عدالت په تطبیق کې د تردید او شک معنی نه ورکوي.
وړمه ورځ سفیر اندیشه په یوه مرکه کې له طلوع خصوصي ټلویزیون سره چې غبرګونونه یې پارولي وو ویلي: "اعدام په امریکا او ګڼو نورو هېوادونو کې عملي کېږي خو مهمه یې بڼه ده."
اندېشه د طالبانو د یوه جګپوړي غړي انس حقاني یادونه کړې وه چې د ده په خبره «په اعدام محکوم وو خو منتظره پاتې شول او اوس ښه دی د هېواد یو ځوان هلته شته.»