اوکراین په کریمیا کې د یوې روسي سمندري کښتۍ د ویشتو ادعا وکړه

له ارشیفه د روسیې د یوې سمندری کښتۍ تصویر

اوکراین وايي، په اشغال شوې کریمیا سیمه کې یې، د روسیې د سمندري ګزمې یوه کشتۍ ویشتلې او ویجاړه کړې ده.

د اوکراین د پوځي استخباراتو ادارې نن په یوه بیان کې وویل، دا کشتۍ د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې په وسیله د اوکراین له سمندري قلمرو څخه په نښه شوه.

بیان زیاتوي چې د کشتۍ بیه شاوخوا ۶۵ میلیون ډالره وه.

د اوکراین د پوځي استخباراتو یوه استازي ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې برید کې درې کسان مړه او ټپیان شوي دي او احتمالا نوره عمله له کشتۍ څخه ایستل شوې ده.

روسیې تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.