د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د افغان ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وباله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

د دې وزارت ویاند متیو میلر پرون دوشنبې په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ په وروستي راپور کې له هېوادونو غوښتي چې له ښځو سره د طالبانو د چلند په اړه د یوې څېړنې د ترسره کیدو ملاتړ وکړي، ایا متحده ایالات به د دغې هڅې یوه برخه وي، وویل چې دی مشخص د دغې قضیې په اړه څه نه شي ویلي ځکه پرې خبرنه دی؛ خو البته متحدو ایالتونو په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې دننه له ښځو او نجونو سره چلند د خواشینۍ وړ دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵ مې غونډې ته په خپل وړاندې کړي راپور کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه جدي سرغړونې دوام لري او د ده په وینا، دغه وضعیت د جنسیت په اساس د تعقیب اړوندې اندېښنې او جنسیتي اپارټایډ په اړه بحثونه پارولي دي.

هغه له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ بدلون د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د عادي کولو شرط وګرځوي.