د طالبانو حکومت: افغان کډوال د پاکستان په نا امنۍ کې هیڅ ونډه نه لري

له ارشیفه په پاکستان کې د یو شمېر بندي شویو افغان کډوالو تصویر

د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ UNHCR له لوړ پوړو چارواکو سره په کتنه کې وويل چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنيو کې هيڅ رول نه لري.

د هغه په وينا، له دې سره سره زرګونه د ده په خبر بېګناه افغانان په بند محکوم شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د مولوي عبدالکبير او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اسيا او ارام سمندر حوزو د مشرې مېرمن کيونګ جون او په افغانستان کې د دغه دفتر د رييس ليونارد زولو ترمنځ د ليدنې خبر ورکړ.

د نومبر له میاشتې راهیسې اسلام اباد له اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او تر اوسه له نیم میلیون ډېر کسان افغانستان ته استول شوي دي.

د دغه بهیر په پیل کې پاکستاني چارواکو تور ولګاوه چې یو شمېر افغانان په دغه هېواد کې د حکومتي ځواکونو پر ضد د یاغیانو په بریدونو کې لاس لري.

همداراز د پاکستان په ګڼو ښارونو له هغې ډلې کراچۍ کې سلګونه افغانان چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي بندیان شوي.