د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د افغانستان د وضعيت په اړه اندېښنه وښوده

ولکر تُرک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

وولکر ترک نن د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵ مې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، په افغانستان کې له بشري حقونو په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې پر سیستماتیکو سرغړونو خواشینی دی.

ښاغلي ترک له شپږم د لوړو ټولګیو پر زده کوونکو نجونو د تعلیم د بندیز، کار او تګ راتګ په ګډون د ژوند له ټولو برخو د ښځو څنډې کولو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو دفاع باید د ټولو هغو اړخونو د اهدافو په سر کې وي چې په افغانستان کې او یا د افغانستان لپاره کار کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د فردي ازاديو او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو، د فعالانو او خبریالانو غیرقانوني نیونو او د خلکو په مخ کې د اعدامونو یادونه هم وکړه.

ترک همدا راز له پاکستانه په تېره د هغو افغان کډوالو پر ایستلو هم اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې یې د نیولو احتمال شته.