کامالا هریس: اسراییل دې غزې ته د زیاتو بشري مرستو د رسولو لپاره نور اقدامات وکړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله، کامالا هریس

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس له اسراییل څخه وغوښتل چې غزې ته د زیاتو مرستو رسولو لپاره نور اقدامات وکړي؛ ځکه د دې په وینا غزه له بشري ناورین سره مخ ده.

مېرمن حارث چې په الاباما کې د ۱۹۶۵ کال د یوه سوله ییزلاریون د ځپلو د کلیزې په مراسمو کې څرګندونې کولې، دغه راز وویل چې په غزه کې باید سمدستي اوربند وشي ترڅو غزې ته د بشري مرستو رسولو ترڅنګ د حماس له لوري چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، د یرغملو خلاصون یقیني شي.

په الاباما کې هغه مهال لاریون کوونکي په سوله ییز ډول د خپلې رایې د حق د ترلاسه کولو لپاره واټونو ته راوتلي چې د دولتي ځواکونو له خوا وځپل شو.