واشنګټن ډي سي کې د امریکا د جمهوري پال ګوند مقدماتي ټاکنې؛ نیکي هیلي ټرمپ ته ماتې ورکړه

نیکي هیلي

نیکي هیلي د امریکا د جمهوریپال ګوند په مقدماتي انتخاباتو کې پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته په واشنګټن ډي سي کې ماته ورکړه.

نیکي هیلي په جمهوریپال ګوند کې د ټرمپ په وړاندې یوازینۍ پاته سیاله ده.

خو له دې سره سره د دواړو ترمنځ په رایو کې توپیر دومره ډېر دی چې د جمهوریپال ګوند د کاندید په توګه د ډانلډ ټرمپ غوره کېدا قطعي ښکاري.

پرون د امریکا د پلازمېنې جمهوریپالو د خپل ګوند په انتخاباتو کې ګډون وکړ چې په نتیجه کې یې نیکي هیلي ۶۳ او ډانلډ ټرمپ ۳۳ سلنه رایې ترلاسه کړې.

خو له دې سره سره نیکي هیلي چې پخوا په ملګروملتو کې د امریکا استازې وه، په نورو برخو کې تر ټرمپ خورا شاته ده.