خوست کې چاودنې ۲ ماشومان وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې خوست ولایت

په خوست کې د یوې سرګلولې په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون (د مارچ ۳مه) خبر ورکړ چې دوو ماشومانو یو ناچاوده سرګلوله خپل کور ته وړې وه او د لوبې پر مهال پرې چاودلې.

وژل شوي او ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي.

په افغانستان کې له جګړو څخه پاتې ناچاوده سروکې، ماینونه او مهمات وخت په وخت ملکي وګړي قرباني کوي.