ایران: د طالبانو حکومت په چابهار بندر کې د دوی د اقتصادي نمایندګۍ د پرانیستلو غوښتنه کړې

له ارشیفه د چابهار بندر یو تصویر

ایران وايي، د طالبانو حکومت غواړي په چابهار بندر کې د اقتصادي نمایندګۍ دفتر پرانیزي.

د ایران مهر خبري اژانس پرون (د مارچ ۳مه) راپور ورکړ چې د طالبانو د اقتصاد وزارت پلاوي دغه هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه دفتر د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د اقتصاد وزارت د نړیوالو ترانزیتي چارو د رئیس محمدالله بختیار په مشرۍ د طالبانو پلاوي هم چابهار بندر ته تللی او هلته یې د ولسمشر له سلاکار حجت الله عبدالمالکي او د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي.

د ایران د سوداګریزو چارو عالي شورا د اعلامیې له مخې، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د راپور له مخې، د طالبانو پلاوي او ایراني چارواکو د چابهار بندر د پراختیا له پروژې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.