د پاکستان پارلمان نن نوی صدراعظم ټاکي

د پاکستان پارلمان

د پاکستان نوې ملي جرګه به نن غونډه او په لړ کې به په غیرعلني رایو د پنځو کلونو لپاره نوی صدراعظم غوره کړي.

د پاکستان د نواز ډلې مسلم لیګ او پیپلز ګوند په ګډه شهباز شریف او سُني ايتلاف چې د تحریک انصاف غړي ورسره یوځای دي، عمر ایوب د صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندیدان کړي دي.

د نواز مسلم لیګ ګوند ادعا کوي چې د ملي جرګې په ۲۲۶ غړیو کې ۲۰۹ یې ملاتړ کوي.

د فبرورۍ په اتمه نېټه په پاکستان کې عام انتخابات وشول.

یو شمېر ګوندونه وايي چې په انتخاباتو کې درغلۍ ډېرې وې.